چاریکار (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۲): د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، د سالنګ لویه لار چې یکشنبه ماسپښین د واورې ورېدلو او توپان له امله بنده شوې وه، د مسافروړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالحلیم اغا وايي، یاده لویه لار د دغه ریاست د کارکوونکو له لوري پاکه او نن سهار شاوخوا اووه بجې د وړو او لویو مسافرووړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، د سالنګ په بېلابېلو سیمو کې د واورې ضخامت توپیر لري، په سوېلي او شمالي سالنګونو او تونل کې له یوه متره تر یوه متر او ۴۵ سانتي مترو پورې واوره ورېدلې ده.
هغه زیاته کړه، ځینو ځایونو کې لا هم واوره ورېږي، د ټولګټو وزارت د سالنګونو ساتنې او څارنې ریاست هڅه کوي څو یاده لویه لاره په بشپړه توګه پاکه کړي.
د ټولګټو چارو وزارت پر یاد سړک له تېرېدونکو مسافرینو غوښتي څو پر یاده لویه لار د سفر پر مهال د ژمنیو تجهیزاتو او توکو لرلو ترڅنګ باید له پوره احتیاطه کار واخلي او د سالنګونو د مسوولینو لارښوونو ته پاملرنه وکړي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن