کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۲): د ترافیک پولیسو عمومي ریاست او افغان ملي بانک ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو چې له مخې به یې خلکو ته د اسانتیا په موخه د دغه بانک یوه څانګه په یاد ریاست کې پرانیستل شي.
یاد هوکړهلیک نن په افغان ملي بانک کې د یاد بانک اجرائیوي ریيس دوکتور شاکر جلالي او د ترافیک پولیسو عمومي رییس مولوي حسیبالله مختار ترمنځ لاسلیک شو.
د یاد بانک اجرائیوي رییس دوکتور شاکر جلالي د هوکړې د لاسلیک مراسمو کې وویل چې د دې هوکړې له مخې به خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ترافیک پولیسو عمومي ریاست کې د دغه بانک یوه څانګه پرانیزي.
دی وایي، دوی ژمن دي چې په راتلونکي کې خلکو ته د ادارو په منځ کې د بانکي خدمتونو او دغه راز د موبایل له لارې د اداینو لپاره زمینه برابره کړي.
دغه راز، د ترافیک پولیسو عمومي رییس مولوي حسیبالله مختار وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه حکم دی چې خلکو ته باید په خدماتو کې اسانتیاوې رامنځته شي او خوښ وساتل شي.
هغه زیاته کړه چې د ولس او حکومت ترمنځ د رضایت تار باید پر معیاري، پر وخت او شفافو خدماتو ولاړ وي.
د نوموړي په خبره، هڅه کوي د ترافیکو عمومي ریاست اړوند ټولې اداري پروسې له بیروکراسۍ راوباسي.
دا په داسې حال ده چې تر اوسه د ترافیکو ریاست اړوند د تعرفو تحویلي د افغانستان بانک په ښاري څانګو کې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP