کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د هېواد مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (سهشنبه، د کب ۱۵مه) ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د افغانستان مرکزي بانک نن دوشنبه پر خپله ايکسپاڼه پر شرایطو برابر له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د یاد بانک په خبره، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سرچینې زیاته کړې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نشته، د لیلام ګټونکي باید د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.
د یادونې ده چې مرکزي بانک د روانې کب میاشتې په ۱۲مه هم ۱۶ میلیون ډالر لیلام کړي وو.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن