ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست قطر کې له نړۍوال دفاعي نندراتون څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت سرپرست قطر کې له نړۍوال دفاعي نندراتون څخه لیدنه وکړه

author avatar
4 Mar 2024 - 21:03
د ملي دفاع وزارت سرپرست قطر کې له نړۍوال دفاعي نندراتون څخه لیدنه وکړه
author avatar
4 Mar 2024 - 21:03

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د قطر له مرستیال امیر سره د لیدنې ترڅنګ هلته په نړۍوال دفاعي نندارتون کې هم ګډون وکړ.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په دغه کتنه کې د قطر دفاع وزیر، رییس ارکان او د ګڼو نورو هېوادونو دفاع وزیرانو هم شتون درلود.

سرچینې زیاته کړې، په یاده کتنه کې د دواړو لورو د هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې مولوي محمدیعقوب مجاهد او د پوځ لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت تېره ورځ د «دیمدیکس دفاعي نندارتون» کې د ګډون په موخه قطر ته سفر کړی و.

مجاهد وایي، مولوي یعقوب دغه راز نن هلته د وسلو له نړۍوال نندارتون (ډيمډکس) څخه ليدنه وکړه.

په ياد نندراتون کې د مختلفو نړۍوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي دي.

[/restrict]

Views: 47

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.