ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پېښور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

پېښور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

author avatar
10 Mar 2024 - 14:17
پېښور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي
author avatar
10 Mar 2024 - 14:17

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

جیو نیوز نن سهار (یک‌شنبه) راپور ورکړی چې یاده چاودنه د پېښور بورډ بازار سړک کې رامنځته شوې ده.

د پاکستان د پولیس عملیاتو (SSP) عمومي سرپرست کاشف افتاب عباسي له جیو نیوز سره په خبرو کې ویلي، د بم خنثی‌ کولو ډلې راپور ښودلي چې یاده چاودنه ځان‌مرګې نه وه.

هغه څرګنده کړې: «د چاودېدونکو توکو د لېږد پر مهال یوه چاودنه رامنځته شوې. د چاودېدونکو توکو د انتقال پر مهال درېیو کسانو شتون درلود چې دوه یې په چاودنه کې مړه شوي او یو بل ټپي شوی.»

امنیتي چارواکو ویلي چې د یادې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او پولیسو سیمه کلابنده کړې.

د یادولو ده چې بورډ بازار پېښور کې یو له هغو سړکونو دی چې ډېره ګڼه ګوڼه لري.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.