کابل (پژواک، ۲۷ تله ۱۴۰۵): کینیا کې یوې محکمې د یوې مذهبي فرقې مشر او شاوخوا ۳۰ نور کسان د هغو ۱۹۰ ماشومانو او يوه بل کس د مړینې په قضیه کې مجرمین بللي چې جنت د تلو لپاره يې د دې فرقې په لارښوونه د ډوډۍ له خوړلو ډډه کړې وه.
د رویټرز د راپور له مخې چې دا پېښه په وروستیو کلونو کې د مذهبي فرقو له لارې د رامنځته شوو له تر ټولو لويه مرګونې پېښه ګڼل کېږي.
سرچينې زياته کړې چې پاول مکینزي د «ګود نیوز نړۍوالې کلیسا» په نوم د یوې مذهبي فرقې مشر و.
رويټرز ليکي، څارنوالانو ويلي چې هغه خپلو پیروانو ته ویلي وو چې د جنت ته د تلو لپاره دې د ډوډۍ له خوړلو ډډه وکړي او خپل ماشومان دې هم له خوړو محروم کړي.
سرچينه کاږي چې پولیسو په ۲۰۲۳ کال کې د کینیا په ساحلي سیمه کې د شاکاهولا ځنګله کې ډلهييز قبرونه وموندل. د دې پېښې له افشا کېدو وروسته مکینزي ونیول شو خو هغه پر ځان د قتل تورونه رد کړي دي.