ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې لسګونه لرغوني اثار موندل شوي

اروزګان کې لسګونه لرغوني اثار موندل شوي

author avatar
12 Mar 2024 - 14:14
اروزګان کې لسګونه لرغوني اثار موندل شوي
author avatar
12 Mar 2024 - 14:14

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت چهارچینو ولسوالۍ کې لسګونه لرغوني اثار موندل شوي دي.

د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریشي وایي، د دغه ولایت د چهارچینو ولسوالۍ په مغزاباد سیمه کې د سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د ځمکې اړولو پر مهال لسګونه بېلابېل ډوله لرغوني اثار موندل شوي دي.

هغه زیاتوي، یادو اثارو کې ۷۶ غټې او وړې مرۍ، درې جامونه، دوه د دیګ سرپوښونه، یو تبر او یو شمېر نور لرغوني توکي شامل دي.

د نوموړي په خبره، تراوسه د تازه موندل شوو اثارو د ارزښت او لرغونتوب په اړه کره معلومات نه‌لري، خو د څېړنې په موخه یې له مرکز څخه د یوه تخینکي ټیم د ورتګ غوښتنه کړې ده.

هغه د دغه ولایت له خلکو غواړي چې د تاریخي ابداتو د ساتنې ترڅنګ دې د اثارو موندلو برخه کې هم له دوی سره همکاري وکړي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.