ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې دوه سړکونه جوړ شول

د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې دوه سړکونه جوړ شول

author avatar
12 Mar 2024 - 16:42
د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې دوه سړکونه جوړ شول
author avatar
12 Mar 2024 - 16:42

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): کابل ښاروالۍ وایي، د کابل ښارد یوولسمې ناحیې اړوند، سره مېنه او د نوې پروژې په دویم مارکېټ سیمه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د دوو فرعي سړکونو جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره د سیمو د اوسېدونکو ستونزې حل او هغوی ته ګڼ شمېر ټرانسپورتي او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، څلورم ګذر کې یو سړک د ۵۳۲ مترو په اوږدوالي او د نهو مترو په سور د ۵،۸ میلیون افغانیو په لګښت بشپړ شوی دی.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دیارلسم ګذر کې یو سړک د ۳۵۷ مترو په اوږدوالي او اووه مترو سور، د لښتيو په ګډون د ۵،۷ میلیون افغانیو په لګښت بشپړ شوی دی.

سرچینه کاږي، د یادو دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د یادونې ده، دغه سړکونه ښاریانو ته د اسانتیاوو او کاري بوختیاوو برابرولو په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو دفتر په مرسته جوړ شوي دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.