کابل (پژواک، ۲۳ کب ۱۴۰۲): د ټولیز امنیت تړون سازمان وايي، له تاجکستان سره د افغانستان د پولو ځینو برخو امنیت ټینګښت لپاره هڅې روانې دي او ټاکل شوې ده چې دغه سازمان د روان کال په جولای میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو امنیت ټینګښت طرحه اجرايي کړي خو ا.ا وايي چې افغانستان امن دی او هیڅ هېواد باید اندېښنه ونه لري.
د ټولیز امنیت تړون سازمان سرمنشي ایمانګلي تاسماګامبتوف ټاس اژانس ته ویلي، د دې طرحې مسوده د سازمان د دایمي شورا له لوري تصویب او د همغږئ لپاره غړو هېوادونو کې اړوندو اژانسونو ته وړاندې شوې ده.
نوموړي زیاته کړې: «له تاجکستان سره د افغانستان د پولو ځینو برخو د امنیت ټینګښت لپاره فعال کار روان دی.»
د هغه په خبره، د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړو هېوادونو، اړوند سازمانونو او وزارتخونو استازو او د کاري ډلو غړو د یادې طرحې نهایي کولو لپاره د فبرورۍ په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې یوه غونډه وکړه.
نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې څرګنده کړې: «ډېر هیلهمن یو چې د ټولیز امنیت تړون سازمان د خپل کار پایلې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې وړاندې کړای شي.»
ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پژواک خبري اژانس ته ویلي، افغانستان امن دی او هيڅ هېواد باید اندېښنه ونه لري.
هغه زیاته کړې، د ټولیز امنیت تړون سازمان دې هم دا موضوع له نږدې وڅېړي؛ ځکه چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د افغانستان له خوا نورو هېوادونو ته هيڅ ګواښ نه دی متوجه شوی.
نوموړي څرګنده کړې: «اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد ګټه واخیستل شي.»
د هغه په خبره، د افغانستان خاورې یوه برخه هم د اسلامي امارت له ادارې بهر نه ده چې دا موضوع خپله ډاډ رامنځته کوي.
د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان څه موده مخکې د اروپایي شورا له رییس چارلز مېشل سره په ټیلېفوني اړیکه کې د افغانستان او تاجکستان پولو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې وې.
د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) اوراسیا کې یو بینالدولتي نظامي ایتلاف دی چې ارمنستان، بلاروس، قزاقستان، قرغیزستان، روسیه او تاجکستان هېوادونه پهکې غړیتوب لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن