کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، کاپيسا ولایت کې د څه باندې ۴۴۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳۱ رغنیزو پروژو چارې یې بشپړې کړې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند مولوي نورالهادي عادل د کب په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې پروژې د کاپیسا ولایت په حصه اول او حصه دوم ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو رسونې دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ پلې شوې دي.
د عادل د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغل اچول او هموارول، د څښاک پاکو اوبو د شبکو جوړول، د اوبو څاګانو کیندل او ترمیم، د کرنیزو کانالونو پاکول، د محافظوي دیوالونو، سربندونو، پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
هغه زیاته کړه، د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره يې په اړوندو برخو کې د نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو ستونزې هوارې شوې.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن