جلالاباد (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، نن له غرمې مخکې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستان له لوري وتړل شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر صدیقالله قريشي بدلون پژواک خبري اژانس ته تاييد کړه چې پاکستاني اړخ نن (د وري ۵مه) يو ځل بيا د تورخم دروازه د خلکو پر مخ وتړله.

هغه زياته کړه، پاکستان د تورخم دروازه د نامعلوم دلیل له مخې د مسافرو پر مخ تړلې ده.

هغه زياته کړه چې لار یوازې د مسافرو پر مخ تړل شوې او تر اوسه پاکستاني لوري د تړل کېدو لامل نه دی روښانه کړی.

دی وايي، هڅې روانې دي چې لار ژر بېرته پرانیستل شي او دواړو لورو ته د تګ راتګ زمینه برابره شي.

تورخم کې د لاسي کراچۍ يوه چلوونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل، تورخم کې هغې غاړې ته پاکستاني مسوولينو ترمنځ خپلمنځي شخړه شوې او بيا يې کاربنديز کړی؛ ځکه مسافرو ته د تګ راتګ اجازه هم نه ورکول کېږي.