کابل (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د مالیې، اوبو او برېښنا وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارد افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې نن په همدې موخه د جوړې شوې خبري غونډې پرمهال د اسلامي امارت د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا رییس مولوی احمدضیا خالد وویل، د دغو څلورو پروژو د قراردادونو له مخې به یو اندازه دولتي ځمکه خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړل شي او همدارنګه به د برېښنا برخه کې یو شمېر پروژې پلې شي.
نوموړي وویل، د کابل ښار د میرویس میدان (کوټهسنګي) سیمه کې د مالیې وزارت اړوند ځمکه یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوه چې ۳۲۶ میلیون افغانۍ پانګونه به ورباندې وشي او ۴۰ سلنه ونډه به پهکې اسلامي امارت ته ورکول کېږي.
د نوموړي په خبره، ټاکل شوې چې پر یاده ځمکه یو سوداګریز او استوګنیز مارکېټ جوړ شي.
دغه راز، په دې غونډه کې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور وویل، د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دغه وزارت ځمکه د «نوي عمري شرکت» ته د ۳۶۷ میلیون افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوه چې یو باب سوداګریز او استوکنیز مارکېټ به ورباندې جوړ او ۴۰ سلنه ونډه به اسلامي امارت ته ورکوي.
هغه زیاته کړه، دغه ځمکه د ۱۷ کالونو لپاره یاد شرکت ته په قرارداد ورکول شوې ده.
ورته مهال، د افغانستان برېښنا شرکت د پانګهونې د همغږۍ رییس انجینر فریدالله شرفمل وویل، د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید دستګاه جوړېدو پروژه د ۷۷ په نوم ترکي او «زورلستان افغاني» شرکتونو ته د ۱۸ میلیون ډالرو په مقابل کې په قرارداد ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، د دې پروژې چارې به په یو کال کې بشپړې شي.
د هغه په خبره، د هرات ولایت د پل هاشمي سبسټېشن او د دوه نورو سیارو سبټېشنونو جوړول او له نورالجهان سبسټېشن څخه تر پل هاشمي سبسټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه د شاوخوا ۲۴ میلیون ډالرو په مقابل کې «زورزا افغانستان» او «کابل ملي» شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوه.
د یادونې ده، د یادو پروژو قراردادونه د اوبو او برېښنا او مالیې وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت د مسوولینو له لوري د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې له یادو شرکتونو سره لاسلیک شول.
Views: 55
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن