Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر کال له کندهاره د څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت شکرپاره صادر شوې

تېر کال له کندهاره د څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت شکرپاره صادر شوې

author avatar
26 Mar 2024 - 13:46
تېر کال له کندهاره د څه باندې ۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت شکرپاره صادر شوې
author avatar
26 Mar 2024 - 13:46

کندهار (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۳): د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، تېر کال له دغه ولایته بهر ته لس زره ۷۰۰ ټنه شکرپاره صادر شوې، خو زیاتوي چې له ګاونډیو هېوادونو سره د لارو تړل کېدل یې د صادارتو پر وړاندې لوی خنډ دی.

 د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، له دغه ولایت څخه تېره کال چین، متحده عربي اماراتو، هند، پاکستان، نیپال، امریکا او ځینو نورو هېوادونو ته لس زره ۷۰۰ ټنه شکرپاره صادر شوې دي.

هغه زیاته کړه: «تېر کال څه کم ۱۱ زره ټنه شکرپاره صادر شوې، خو وړم کال بیا دا اندازه تر لسو زرو هم کمه وه، دا چې موږ تر اوسه هم د پاکستان سره د لارې ستونزې لرو، نو له همدې امله صادرات هغسي نه وو لکه څنګه چې زموږ تمه وه، که چېرې ترانسپورټي ستونزې نه وي، موږ کولای شو دوه برابره شکرپاره صادر کړو؛ ځکه حاصلات یې زیات لرو.»

بینا وایي، که څه هم د افغانستان شکرپاره طبیعي خوند لري، خو کله‌ناکله بڼوال د شکرپارې د وچېدو پر مهال ډېر سلفر پرې پاشي چې کیفیت یې خرابوي او بازار یې خرابېږي.

ورته مهال، د شکرپارې سوداګر وایي، له پاکستان سره د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله له دغه هېواد سره د سوداګریزو لارو تړل کېدل د دوی پر صادراتو هم منفي اغېز کوي.

یو سوداګر عبدالرازق په دې اړه وايي: «موږ خو له لویه سره د لارو ستونزې لرو، دا اوس چې بیا لارې بندې شوې نو ستونزې مو لا زیاتې شوې، له یوې خوا د ویزو مشکل دی او بلخوا بیا چې لارې بندې شي، نو زموږ صادرات پاتې دي او له بده‌مرغه موږ دغه یوه لنډه لار لرو چې پاکستان دی او هغه هر وخت موږ ته مشکلات جوړوي.»

په همدې حال کې یو بل سوداګر میراحمد هم وایي، که له بهرنیو هېوادونو سره د لارو ستونزه حل شي، دوی کولی شي، ډېرو هېوادونو ته شکرپاره صادر کړي.

بل لور ته بیا د کندهار بڼوال وايي، دا مهال د شکرپارې بیه له پخوا ټيټه شوې؛ ځکه صادرات یې کم او له ډېرو بڼوالو سره د تېر کال هم پاتې ده.

د غلام په نوم یو بڼوال وايي: «کله چې موږ شکرپاره له ولسوالۍ را وړو، نو ځکه یې په ښار په کمه بیه پلورو چې راته وایي، لارې بندې دي.»

دوی وایي، اوسمهال څلورنیم کیلو ښه او باکیفیته شکرپاره په ۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې له دې وړاندې به په لوړه بیه پلورل کېده.

شکرپاره یا کوچني زردالو چې له وچېدو وروسته خوړل کېږي، د طایفي او کېښتې په نوم هم پېژندل کېږي او د هېواد له مشهورو وچو مېوو څخه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.