کابل (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د ا.ا مشر وايي، د خپلې اسلامي او شرعي تګلارې له مخې له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي او غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت ارادې ته دې د شک په سترګه نه کتل کېږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله اېکسپاڼه د کوچني اختر په مناسبت د اسلامي امارت د مشر ملا هبتالله اخندزاده پيغام خپور کړی دی.
په پیغام کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت د خپلې اسلامي او شرعي تګلارې له مخې له هر چا سره په متقابل درناوي ولاړې ښې اړیکې غواړي او له ټولو غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت دغه نېک نیت او ارادې ته د شک په نظر ونه ګوري.
دغه اختریز پیغام چې په لږ تر لږه اوو ژبو باندې لیکل شوی، په یوه برخه کې یې راغلي: «زموږ قول او تعهد، تعهد دی او له هغوی هم د افغانستان حریم، ګټو او عزت ته د پام کولو توقع لرو او غواړو چې ښې اړیکي راسره وپالي.»
وړاندې لیکل شوي، اسلامي امارت د سیمې له ټولو هېوادونو سره د اسلام مقدس دین په رڼا کې د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې پر مخ ځي او له ټولو سره د ښو سفارتي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی او زیاته شوې چې دغو هېوادونو ته هم باید د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ یو ښه فرصت واوسي.
د پیغام په یوه برخه کې راغلي: «له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د ورورۍ پر اساس ولاړې دي، ټول مسلمانان زموږ وروڼه دي، همدې اصل ته په کتو، موږ مشترک دين، عقاید او باورونه سره لرو، مشترکې ګټې لرو چې باید له امله یې مشترک لیدلوری ولرو، د یو بل په درد او غم کې سره شریک واوسو او د خپل توان په اندازه یو له بل سره مرسته او همکاري وکړو.»
د اسلامي امارت مشر په دغه پیغام کې ټولو حکومتي مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له ټولو هېوادوالو سره سم چلند وکړي.
په پیغام کې راغلي: «هېڅوک باید ناحقه ازار نشي، که څوک بندي کېږي، باید وار له مخه یې ښه پوښتنه وشي چې چا یې بېځایه شکایت نه وي کړی، یا په لږ جرم ډېر تکلیف ورته ونه رسېږي، نو احتیاط کوئ چې څوک ناحقه درڅخه ازار نه شي.»
په دغه پیغام کې د اسرائيلي ځواکونو له لوري په غزه کې د بېګناه انسانانو وژنو ته هم اشاره شوې او هلته د فلسطین پر مسلمانانو شوي ظلمونو په کلکه غندل شوي دي.
پیغام کې په دې اړه ویل شوي: «د فلسطین قضیه د ټول اسلامي امت قضیه ده، موږ پر غزه باندې اسرائيلي تجاوز او اشغال یو ځل بیا په کلکه غندو، له ټولو اسلامي هېوادونو حتی ټولې نړۍ غواړو چې هر څه ژر د اسرائیلي اشغالګرو د ظلم لاس ونیسي څو هلته تجاوز پای ته ورسېږي، په ځانګړې توګه اسلامي امت مسئوولیت لري چې د مظلومو فلسطینیانو له داعیې کلک ملاتړ وکړي او په یوه غږ د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې له فلسطینانو سره ودرېږي.»
د یادونې ده چې په دغه اختریز پیغام کې د نجونو زدهکړو ته له اشارې پرته، پر ټولو مسلمانانو غږ شوی چې پر خپلو اولادونو زدهکړې وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP