کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي چې په سیمه او نړۍ کې ځینو کړیو په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی او په وینا یې، هيڅوک باید د دې ډلې قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير پرون په سپیدار ماڼۍ کې کابل کې د هېوادونو له مېشتو سفیرانو او ډیپلوماټانو سره ګډ روژهماتی وکړ.
خبرپاڼه کې راغلي، سیاسي مرستیال د بهرنیو سیاسي استازولیو مشرانو او غړو ته د هرکلي ترڅنګ وویل، تمه لري په راتلونکي کال کې په کابل کې د مېشتو ډیپلوماټانو او سفیرانو شمېر تر دې هم ډېر وي او نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانیزي.
هغه وویل، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د سیمې هېوادونه کولای شي په ګډه سیمهییز نوښتونه رامنځته او پياوړي کړي.
دی وايي، اسلامي امارت لېوال دی چې له نړۍوالو سره سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې ولري، په سیمهییزو پروژو کې ونډه واخلي او د وصل د نقطې په توګه عمل وکړي.
هغه په ټینګار وویل، د افغانستان ګاونډيان دې ډاډ ولري چې اسلامي امارت به هیچا ته هم د دې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې ورته ګواښ پېښ کړي.
هغه وایي، په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره پر تبلیغاتو لاس پورې کړی دی.
نوموړی زیاتوي: «داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دښمن دی، اسلامي امارت دغه ډله په افغانستان کې ځپلې ده او هیڅوک یې باید د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونه کړي.»
سیاسي مرستیال وویل، هغوی چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې، د افغانستان پراخې سیمهییزې اړیکې او تعامل، د بنسټيزو او پراختیايي چارو ترسره کول، د نشهيي توکو او فساد پای ته رسېدل او د سراسري امنیت تامينېدل ورته د منلو نه دي.
د مولوي عبدالکبیر په خبره، په افغانستان کې د اسلامي امارت له فتحې سره سم ډېر مثبت بدلونونه راغلي او افغانستان یې د ثبات لور ته روان کړی دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال یو ځل بیا له هېوادونو غوښتنه وکړه چې په اجباري ډول د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې برخه کې دې د نړۍوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره له پوره حوصلې کار واخلي.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن