پارون (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د نورستان سیمهییز مسوولین وايي، د نورستان – کونړ لويه لار چې د ورښت او سيلابونو له امله د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.
مسوولين وايي، دغه لاره کې پرون ځای ځای لویې ډبرې او غر را ښوېدلی و چې له امله یې لاره تړل شوې وه.
د نورستان ولايت د ټولګټو چارو رييس مولوي احمدنبي عادل وايي، د زياتو ورښتونو او سيلابونو راوتلو له امله د نورستان – کونړ لويه لار د لنډې مودې لپاره د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
هغه زياته کړه، د دغه رياست ماشينري او وسايلو پر مټ يې دغه لویه لار بېرته خلاصه او د تګ راتګ لپاره چمتو کړې ده.
بلخوا خلک د دغې لارې بېرته پرانیستل کېدو ته خوښ دي.
د مرکز پارون ښار يو هوټل لرونکی ساجد علي وايي، د لارې تړل کېدو له امله یې د هوټل خوراکي توکي او مشتریان دواړه کمېږي نو لاره چې بېرته خلاصه شوه، دوی ورته خوښ دي.
د نورستان مرکز پارون ته له کونړ څخه ورغلې لار ټوله خامه ده او ډېر کله د باران او واورو ورښت له امله بندېږي.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن