Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان کې د رسنیو نړۍوالې ورځې په مناسبت مشاعره وشوه

پلخمري (پژواک، ۶ غویی ۱۴۰۳): د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په پلخمري ښار کې د رسنیو د نړۍوالې ورځې نمانځې په موخه مشاعره وشوه.

د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي، د رسنیو د نړۍوالې ورځې نمانځې په موخه جوړه شوې مشاعره کې وویل، خپلواکو رسنیو په دغه ولایت له واقیعتونو څخه د خلکو د خبرولو او پوهاوي برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړی دی.

مشاعره کې لسګونه شاعرانو، لیکوالانو، خبریالانو او د شعر او ادب مینه‌والو ګډون کړی و چې د ازادۍ، مینې او هېوادپالنې په اړه یې په‌کې شعرونه ولوستل.

د مشاعرې یوه ګډون‌وال او د پوهنتون استاد ګل‌الرحمن رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، شاعر ازاد خیاله وي او باید خپلې خوښې ته پرېښودل شي.

هغه زیاته کړه، اطلاعات او فرهنګ ریاست باید شاعرانو ته د فرهنګي ناستو زمینه برابره کړي او له هغوی دې دا تمه نه کوي چې د مسوولینو په خوښه وغږیږي او زیاتوي چې شاعر باید خپلواک پرېښودل شي.

دغه ولایت کې د رسنیو نړۍواله ورځ - چې د راتلونکې مې میاشتې له درېيمې سره برابره ده - په داسې حال نمانځل کېږي چې په تېرو دوه‌نیمو کلونو کې د اقتصادي ستونزو له امله بغلان کې څلور غږیزې او دوه چاپي رسنۍ تړل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.