ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۱۷ میلیونه یورو مرسته کوي

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۳): اروپايي ټولنې له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

اروپايي ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې اساسي خدماتو ته دې لاس‌رسي برخه کې د اسانتیا، د اقتصادي فرصتونو رامنځته کېدو او د راستنېدونکو افغان کډوالو او افغانستان کې دهغوی د کوربه ټولنو د ملاتړ په موخه یې د کډوالۍ له نړیوال سازمان (IOM) سره د ۱۷ میلیونه یورو په ارزښت یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، د اروپايي ټولنې دغه مرسته د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته دا امکان په لاس ورکوي څو ډېرو اړمنو کسانو ته د حل دایمي لارې چارې برابرې کړي او د راستنیدونکو افغان کډوالو پر وړاندې شته ننګونو ته رسیدګي وکړي.

د اروپایی ټولنې په وینا: «د کډوالۍ نړۍوال سازمان به د بېرته راستنېدونکو لپاره د ټولنیزو سرچینو مرکزونه رامنځته کړي څو د روغتیايي خدمتونو، حقوقې مرستو، حرفوي زده‌کړو په ګډون منظم خدمات وړاندې کړي.»

د اروپایي ټولنې د منځني ختیځ او اسیا څانګې یو مسوول پېتریس اوستوبس په هرات کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان په یوه ترانزیتي مرکز کې د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو پرمهال وویل: «زه د هغو ستونزو له امله چې افغان کډوال افغانستان ته د را ایستل کېدو پرمهال ورسره  مخ کېږي، ډېر خپه شم.»

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو راستنېدونکو کډوالو ‌ډېره برخه ښځې او ماشومان دي او ډېر زیانمن شوي، خو په دغه مالي مرستې سره به یو ښه چاپېریال ورته برابر او اړینو خدماتو ته به یې لاس رسی اسانه او تضمین شي.

Views: 31

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.