لښکرګاه (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۳): د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شمالي نوزاد ولسوالي کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي .
د هلمند د والي ویاند مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت په نوزاد ولسوالي کې د باران، ږلۍ او سېلابونو راتلو له امله د دوسنګ، بر نوزاد، فرهاد او ځینو نورو سیمو کې ۵۰۰ جریب کرنيزه ځمکه تخریب شوې ده.
د هغه په خبره، پر یاده ځمکه د غنمو او زیرې فصلونه وو چې په بشپړه ډول له منځه تللي دي.
نوموړي که څه هم د اوښتو زیانونو کره اندازه ونه ښوده خو زیاته یې کړه چې د خلکو ډېر کورونه نړېدلي، سولري تختي یې ماتې شوې او دغه راز یو شمېر څاروي هم تلف شوي دي.
د یادونې ده، له تېرې یوې میاشتې راهیسې پرلهپسې ورښتونو په یو شمېر ولایتونو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن