غزني ښار (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د غزني امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په قرهباغ ولسوالۍ کې یوې پېغلې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک اژانس ته وویل، پېښه تېره ورځ ناوخته د قرهباغ ولسوالۍ په ګوډلو کلي کې رامنځته شوې.
ده وویل، نجلۍ په خپله کور کې ځان زندۍ کړی او کېدای شي لامل یې کورنۍ ستونزې وي.
سرحدي زیاته کړه چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
د یادونې ده چې ځانوژنه د اسلام له نظره حرام او لویه ګناه ده او څوک نباید د ژوند حلکېدونکو ستونزو له امله پر دې لویه ګناه لاس پورې کړي.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن