ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: په ټولو ښارګوټو کې کډوالو ته اړينې اسانتياوې برابروو

حقاني: په ټولو ښارګوټو کې کډوالو ته اړينې اسانتياوې برابروو

author avatar
2 May 2024 - 16:41
حقاني: په ټولو ښارګوټو کې کډوالو ته اړينې اسانتياوې برابروو
author avatar
2 May 2024 - 16:41

ګردېز (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۳): د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو سرپرست وزير وايي، د هېواد په کچه د کډوالو په ټولو ښارګوټو کې د سرپناه، روغتيا او زده‌کړو ترڅنګ نورې اړینې اسانتياوې هم په پام کې نیول کېږي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزير خلیل‌الرحمن حقاني دغه څرګندونې نن د مرکز ګردېز په رباط سیمه کې د کډوالو په یوه ښارګوټي کې هغوی ته د یوه کلینیک پرانیستې په مراسمو کې وکړې.

حقاني وویل، د هېواد په کچه د کډوالو په ټولو ښارګوټو کې د سرپناه، روغتيا او زده‌کړو اسانتیاوو ترڅنګ نورې ټولې اړینې اسانتياوې هم په پام کې نیول کېږي.

ده زیاته کړه، په ټولو ښارکوټو کې يې د بېرته راستنو شوو کډوالو ارزونه کړې او لومړی یې د سرپناه لپاره اقدام کوي.

حقاني وايي چې د کډوالو وزارت د ترکيې، ایران او پاکستان هېوادنو له استازو سره پرله پسې ناستې کړي او له هغوی یې غوښتي چې په خپلو هېوادونو کې د کډوالو ستونزې حل کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې د  پکتیا عامې روغتیا رييس مولوي خیرمحمد منصور وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي لګښت د رباط سیمې د کډوالو په کمپ کې د یوه کلینیک د جوړېدو چارې پيل شوې.

ده وویل چې د دغه کلینیک پر جوړولو ۳۷۵ زره ډالر لګول کېږي او  چارې به یې د شپږو میاشتو په موده بشپړې شي.

بل لورته خلک هم د یاد کلینیک جوړېدو ته خوښ دي.

د رباط سیمې یوه اوسېدونکي نورخان پژواک ته وویل چې د دغه کلینیک جوړېدو ته ډېر خوښ دي.

خو دی وايي، د روغتیا برخې ترڅنګ دوی د زده‌کړو، څښاک اوبو او د سړک خرابوالي برخو کې هم ستونزې لري چې باید حل شي.

د یادونې ده چې د کډوالو په دغه ښارګوټي کې د ۵۰۰ داخلي بې‌ځایه شوو کورنیو ترڅنګ سلګونه له بهره راستنې شوې کورنۍ هم ژوند کوي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال له ایران څخه یو میلیون کډوال او په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا څلور سوه زره کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.