پلعلم (پژواک، ۱۳ غويی ۱۴۰۳): افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې به د زدهکړو ۷۰ زره سیمهییز ټولګي پرانيستل شي.
د لوګر ولایت له مقامه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا له ولایتي چارواکو سره په لیدنه کې د روغتیا، پوهنې او چاپېریالساتنې وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، هڅه کوي د روغتیا، پوهنې او بشري مرستو برخو کې افغانانو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.
بلخوا د لوګر والي مولوي ضیاالرحمن مدني ویلي، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره سم ټولو حکومتي ادارو هڅه کړې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي د یوناما له مشرې وغوښتل چې له نړۍوالو سره د افغانستان رښتینی انځور شریک کړي او د نړۍ روانه بېانصافي چې ا.ا په رسمیت نه پېژنې، پای ته ورسوي.
هغه دغه راز زیاته کړې، په افغانستان کې د وروستیو څلورو لسیزو جنګ جګړو له امله لوی زیان عامو خلکو ته اوښتی او نړۍوالو ته په کار ده چې هر اړخیز ملاتړ یې وکړي.
Views: 28
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن