Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ؛ یوناما د افغان خبریالانو د خوندیتوب او ملاتړ غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۳): د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، یوناما د افغان خبریالانو د خوندي‌توب او ملاتړ غوښتنه کړې او د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له پېښو د هېوادوالو په باخبره ساتلو او عمومي خبرو اترو کې د ازادو مطبوعاتو پر کلیدي رول ټینګار کړی دی.

د مې میاشتې درېیمه نېټه په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا نن (جمعه، د مې ۳مه او د غويي ۱۴مه) په یوه پیغام کې د خبریالانو پر امنیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې له پېښو د باخبره ملت لپاره د خبریالانو کار مهم دی.

اوتونبایوا ویلي: «خبریالان له ډېرو ګواښونو سربېره، هېوادوالو ته د کره معلوماتو وړاندې کولو لپاره خپله پوره هڅه کوي.»

هغې زیاته کړې چې د چاپېریال ساتنې، «ښې حکومتولۍ»، اقتصاد او روغتیا برخو کې د خبریالانو فعالیتونه د ستایلو وړ دي او باید ساتنه او ملاتړ یې وشي.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ټینګار کړی چې ازاد مطبوعات له پېښو د هېوادوالو د باخبره ساتلو او د مهمو مسایلو په اړه په عامه خبرو اترو کې اساسي رول لري او په افغانستان کې یې د مطبوعاتو د ازادۍ پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

دغه سفارت د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوالې ورځې په مناسبت لیکلي: «راځئ چې په افغانستان کې د شفافیت او خلکو د پیاوړتیا لپاره د مطبوعاتو د آزادۍ ځواک ونمانځو. راځئ چې په ګډه یو روښانه او غوره راتلونکی جوړ کړو.»

د بښنې نړۍوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د مطبوعاتو ازادۍ د نړۍوالې ورځې سره سم ‎د رسنیو او د رسنیو کارکوونکو پر ملاتړ ټینګار وکړی او ویلي یې دي چې د بیان د ازادۍ حق ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

دغه سازمان لیکلي: «یوازې هغه مهال د افغانانو روایتونو په حقیقت بدلېدای شي چې د رسنیو کارکوونکي وکولای شي له وېرې پرته خپل کار وکړي.»

په تبعيد کې د افغان خبریالانو د فدراسیون اعلامیه کې راغلي چې د رژیم له خوا د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه لګول، د بیان د ازادۍ تر پښو لاندې کول، د ښځینه خبریالانو د کار محدودیت، له خپرېدو مخکې سانسور، د خبریالانو ګواښل، نیول او شکنجه کول په هېواد کې یوه عادي خبره ګرځېدلې ده. په سلګونو خبریالان او د رسنیو کارکونکي چې د هیواد پریښودو ته اړ شوي په درېیم هیواد کې ژوند کوي او د مهاجرت ترخې ورځې تیروي.

په همدې حال کې، د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په تېر یو کال کې يې په هېواد کې د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ سرغړونو ١٣٦ پېښې ‎ثبت کړې چې له ډلې يې ٧٣ د ګواښونو او ٦٤ د خبريالانو د نيولو پېښې دي.

بلخوا، د بې‌پولې خبریالانو سازمان موندنې ښيي چې افغانستان له سوریې او اريتیریا وروسته د خبریالانو او مطبوعاتو د ازادۍ لپاره تر ټولو ناوړه هېواد دی.

د مطبوعاتو د ازادۍ د نوم‌لړ پر بنسټ چې د مطبوعاتو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د بې‌پولې خبریالانو سازمان له لوري جوړ شوی، افغانستان د ۱۹.۰۹ نمرو په ترلاسه کولو ‎سره په نړۍ کې ۱۷۸م ځای لري.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې مخکې یې تل ‎ویلي چې اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو، افغاني فرهنګ، او د هېواد ملي ګټو په چوکاټ کې د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم پرون (پنج‌شنبه، د غويي ۱۳مه) په کابل کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ ونمانځله.

په دغو مراسمو کې د رسنیو ځینو مسوولینو او ملاتړو بنسټونو له ښځینه خبریالانو سره د یو شمېر دولتي چارواکو پر نه همکارۍ او په ځینو خبري غونډو کې هغوی ته د ګډون حق پر نه ورکولو نیوکه وکړه او د رسنیو قانون د توشیح، اطلاعاتو ته د لا ډېر لاسرسي، د اقتصادي همکاریو زیاتېدو او د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ غوښتنه یې وکړه.‎

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د تازه شمېرو له مخې، تېر کال د نارینه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په شمېر کې ۱۰ سلنه او د ښځینه خبریالانو په شمېر کې ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دغه راز د دې کمېټې موندنې ښيي چې په هېواد کې ‎د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون وروسته ۲۱ راډیوګانو، پنځو خبري اژانسونو او درېیو ټلوېزیونونو فعالیت پیل کړی دی.

د مې درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍواله ورځ په نړۍواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ ارزولو، د رسنیو پر خپلواکۍ د بریدونو پر وړاندې د دفاع او هغو خبریالانو ته د درناوي یو فرصت دی چې د دندې پر مهال یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.