جلالاباد، غزنيښار (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۳): په ننګرهار او غزني ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي نن (د غويي ۱۸مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازيګر ناوخته د کامې ولسوالۍ په قلعه اخوند سیمه کې يوه کس خپل ورور وژلی دی.
دی وايي، د کامې امنيتي منسوبين له پېښې څخه له خبرېدو وروسته سيمې ته ورغلي او د وژل شوي کس جسد يې د هغه په خونه کې له يوه چرهييز ټوپک سره موندلی دی.
د نوموړي په وينا، قاتل له سيمې تښتېدلی خو د نيولو هڅې یې روانې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې پېښه د کورني جنجال له امله رامنځته شوې ده.
خو چارواکي وايي، د پېښې علت لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.
دغه راز، د یو بل خبر له مخې، ننګرهار کې د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند پژواک ته وويل، نن سهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند اخوندزاده څلور لارې سيمه کې يوه هندي رېکشا د چلوونکي بېاحتياطۍ له امله چپه شوې ده.
دی وايي، دغه پېښه کې يو کس مړ او یو بل ټپي شوی دی.
همدارنګه د غزني په ناوې ولسوالۍ کې یو ۱۳ کلن هلک اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
د غزني امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ناوې ولسوالۍ په خيروخېلو کلي کې یوه ماشوم غوښتل په اوبو کې لامبو وکړي چې اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.
سرچینه وايي چې امنیتي ځواکونه پر وخت سیمې ته رسېدلي او د دغه ماشوم جسد یې له اوبو را ایستلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
همدارنګه غزني کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د غزني امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن له غرمې مخکې د غزني ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په قلعهجوز سیمه کې یوه ټرکټور او سراچه موټر ټکر کړی دی.
سرچینه وايي چې په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
دغه راز، خبرپاڼه کې راغلي چې د ګېلان ولسوالۍ اړوند د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه باروړونکي او فولډر موټرونو ترمنځ هم ټکر شوی دی.
سرچینه وايي چې په دې پېښه کې د فولډر موټر چلوونکی مړ شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP