ژبه

د جودو افغان لوبغاړي اسیایي المپیکي سیالیو کې کمبودیایي سیال ته ماته ورکړه

هجرت‌الله کاکړ

۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰:۵۸

Views: ۳

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د افغانستان د جودو فدراسیون وایي، د جودو افغان لوبغاړي حکمت‌الله رحماني په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې خپل کمبودیایي سیال ته ماته ورکړه.

د افغانستان د جودو فدراسیون نن ویلي چې د جودو لوبغاړي حکمت‌الله رحماني په شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالیو کې په ۶۶ کیلوګرام وزن کې خپل کمبودیایي سیال ته ماته ورکړه.

په دغو سیالیو کې د جودو دوه افغان ورزشکارانو ګډون کړی دی.

دغه‌راز، شلم پړاو اسیایي المپیکي سیالۍ د افغانستان په ګډون د اسیا د ۴۵ هېوادونو ترمنځ په ۴۱ ورزشي رشتو کې د سپټمبر له ۱۹مې د جاپان په ایچي-ناګویا ښار کې پیل شوې دي.