اسعداباد (پژواک، ۱۹ غويی ۱۴۰۳): د کونړ د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سرکاڼو ولسوالي د جګړو له امله تړل شوي دوه ښوونځي بېرته د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شول.
د کونړ د پوهنې رییس محیبالله حیدري نن په سرکاڼو ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل چې د دې ولسوالي د ناوې او کمر سیمو ښوونځي چې د تېرو جګړو له امله تړل شوي وو، یو ځل بیا د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شول.

هغه وویل، په یادو سیمو کې د سختو جګړو او د پاکستاني ځواکونو له لوري د راکیټي بریدونو له امله خلک نورو سیمو ته کډه شوي وو چې اوس د امنیتي وضیعت په ښه کېدو بېرته خپلو مېنو ته راګرځېدلي او د ماشومانو ته یې د ښوونځیو تړلې دروازې بېرته پرانيستل شوې.
نوموړي وویل: «د سرکاڼو ولسوالي اړوند د ناوې سیمې منځنی ښوونځی او د کمر سیمې لومړنی ښوونځی له نهو کلونو وروسته بیا ځل د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شول.»
هغه وايي، هڅه کوي د پوهنې بهیر غښتلتیا په موخه د دغه ولایت ماشومانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.
ورته مهال، د ناوې او کمر سیمو اوسېدونکي خوښ دي چې د جګړو په درېدو سره بېرته خپلو مېنو ته راګرځېدلي او د ماشومانو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیستل شوې.
د ناوې سیمې اوسېدونکي او قومي مشر حضرتالله وویل: «زموږ سیمه تېرو کلونو کې د جګړو تود سنګر و، نهه کاله زموږ ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې شول، اوس خوښ یو چې بېرته خپلو مېنو ته راوګرځېدو او ماشومانو ته مو د زدهکړو اسانتیاوې برابرې شوې.»
دغه راز د کمري سیمې اوسېدونکی تاجمحمد بیا له حکومته د دې ترڅنګ نورې اسانتیاوې هم غواړي.
د یادونې ده، سرکاڼو ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ولسوالي ده چې د تېرو کلونو پر مهال به پهکې سختې جګړې کېدې، دغه راز به یې پر یو شمېر سیمو پاکستاني ځواکونو راکیټونه راتوغول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP