کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري نن د هغو لس تازه چاپ شوو کتابونو مخکتنه وشوه چې د پوهاند محمداسماعیل یون له لوري راټول او لیکل شوي او سمونه یې شوې ده.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري نن د هغو لس عنوانه تازه چاپ شوو کتابونو مخکتنه وشوه چې د پوهاند محمداسماعیل یون له لوري لیکل شوي، راټول شوي دي او سمونه یې شوې ده.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس پوهنیار صلاحالدین مومند نن په همدې موخه یاد پوهنځي کې جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه اثار په درېیو کټهګوريو وېشل شوي دي.
هغه زیاته کړه، لومړی هغه اثار دي چې د استاد پوهاند محمداسماعیل یون له لوري لیکل شوي، دویم یې د سرمحقق زلمي هېوادمل لیکچرنوټونه دي چې د کتاب په بڼه راټول شوي او درېیم هغه یې بیا هغه اثار دي چې د ماسټرۍ او دوکتورا محصلینو یو شمېر لیکل شوې مقالې پهکې راټولې شوې او د کتاب په بڼه چاپ شوې دي.
نوموړی وویل، د یاد شمېر کتابونو له ډلې پنځه یې تدریسي دي چې له دې سره به د دوکتورا او ماسټرۍ برنامو د نصاب لپاره هم تدریسي سرچیني پیدا شي.
ورته مهال، د کابل پوهنتون رییس اسامه عزیز وویل، خوښ دی چې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو محصلینو لاستهراوړنې د کتاب په بڼه چاپېږي.
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي په کابل پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو تدریسي بهیر کې د نظري پر ځای له تحقیقي مېتوده کار واخلي.
هغه د محمداسماعیل یون وروستۍ هڅې یو ښه نوښت یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې نور استادان هم باید ورته چارې ترسره کړي.
دغه راز، په یاده غونډه کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال لطفالله خیرخواه وویل، د دغه ډول کتابونو د چاپ پروسه باید ټولو پوهنتونونو ته ورسېږي.
د هغه په خبره، د ټولنې اړتیا ته په کتو باید د کتابونو لپاره موضوعات وټاکل شي.
خیرخواه وویل چې علمي چارې د ټولنې د علمي کدورنونو پر غاړه دي.
په همدې حال کې د کابل پوهنتون استاد او د تازه لسو چاپ شوو کتابونو لیکلوال او راټولوونکي پوهاند دوکتور محمداسماعیل یون وویل، د کتابونو د چاپ په دې پروسه کې ورسره د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو ۱۴۵ محصلینو برخه اخیستې او د هغوی علمي مقالې پهکې راټولې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، د یادو کتابونو د چاپ لګښت د یو شمېر محصلینو او نورو افغانانو له لوري ورکول شوی دی.
د اسماعیل یون په دغو لسو کتابونو کې د «پښتو د معاصر ادب په لمن کې»، «د نړۍ مړې او ژوندۍ ژبې»، «د نړۍوال ادب په لمن کې»، «نړۍوالتوب او فرهنګي خونديتوب» او «د افغانستان فرهنګي خزانې» پنځه عنوانه هغه کتابونه دي چې د محصلینو مقالې پهکې راټولې شوې دي.
شپږم کتاب بیا د «حماسه» په نوم د سرمحقق زلمي هېوادمل لیکچرنوټونه دي چې د کتاب په بڼه راټول شوي دي.
دغه راز «پښتو ژبه او ادب»، «نړۍوال ادبي شهکارونه»، «منظوم داستاني ادبیات» او «د معاصرو ادبیاتو فکري محورونه» هغه تدریسي کتابونه دي چې یون لیکلي دي.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن