ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې یو ځوان په اوبو کې ډوب او مړ شوی

لوګر کې یو ځوان په اوبو کې ډوب او مړ شوی

author avatar
9 May 2024 - 17:21
لوګر کې یو ځوان په اوبو کې ډوب او مړ شوی
author avatar
9 May 2024 - 17:21

پل‌علم (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۳): د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت بره‌کي‌برک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان د اوبو یوه چک‌ډیم ته لوېدلی او مړ شوی دی.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال شوې کله چې یو شمېر ځوانان د بره‌کي‌برک ولسوالۍ د سجاوند چک‌ډیم ته د لامبو وهلو او تفریح لپاره تللي وو.

نوموړي زیاته کړه، د محمدجاوېد په نوم یو ځوان په یاد چک‌ډيم کې اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړه، د بره‌کي‌برک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یاد ځوان جسد تېره شپه شاوخوا ۹ بجې له اوبو راایستلی او د هغه کورنۍ ته یې سپارلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې حکومت په ټولو ولایتونو کې د اوبو چک‌ډیمونو جوړولو پرېکړه کړې او ډېر يې جوړ شوي هم دي.

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.