کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې ملي لوبډلې د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه تېره شپه پاکستان ته وبایله او نن دویمه لوبه له ایران سره کوي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون پر فېسبوکپاڼه لیکلي، د هېواد د والیبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا هېوادونو ترمنځ د والیبال سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه تېره شپه پاکستان ته وبایلله.
سرچینې ویلي، په دې لوبه کې افغانستان په درېیو سیټونو کې ۱۹، ۲۱، ۱۶ نومرې او پاکستان بیا ۲۵، ۲۵، ۲۵ نومرې ترلاسه کړې او لوبه یې وګټله.
د والیبال فدراسیون ویلي، د والیبال ملي لوبډله به نن خپله دویمه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې له ایران سره ترسره کړي.
دغه سیالۍ پرون (د غویي ۲۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د شپږو هېوادونو لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې د افغانستان په ګډون د پاکستان، ایران، سریلانکا، ترکمنستان او قرغیزستان لوبډلې پهکې برخه لري.
د یادونې ده، افغان لوبډلې د مرکزي اسیا زون د والیبال سیالیو کې تېر کال درېیم مقام ترلاسه کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP