مزارشریف (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف او حیرتان بندري ښارګوټي پر لار د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.
د بلخ امنیې قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د حیرتان ښارګوټي اړوند د ابګنده سیمه کې د یوه ټېلر او کرولا موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.
خبرپاټه زیاتوي، په مړه شوو کې د کرولا چلوونکی، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي او ټپي ماشومه روغتون ته لېږدول شوې ده.
د سرچینې په حواله، پېښې ته د بلخ د ترافیکو مدیریت مسوولینو رسېدنه کړې او د ټېلر چلوونکی نیول شوی دی.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن