جلالاباد (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۳): ننګرهار کې چارواکي وايي چې د پاکستان له مرکزي زندانه ۱۵ افغانان ازاد او په تورخم کې مسوولینو ته سپارل شوي دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس بازمحمد عبدالرحمن د غويي په ۲۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني مسوولینو د دغه هېواد له مرکزي زندانه ازاد کړي ۱۵ افغانان په تورخم کې انټرپول پوليسو ته سپارلي دي.
هغه زياته کړه، یاد ازاد شوي هېوادوال د ننګرهار او ځینو نورو ولايتونو اوسېدونکي دي چې د قانوني اسناد نه درلودو له امله له نهو ورځو تر اتلسو مياشتو په پاکستان کې بنديان وو.
هغه وايي، دغه کسان د کډوالو رياست د انتقالاتو برخې ته ورپېژندل شوي څو د ایاواېم او يواېن اېچسيار ادارو له لوري ورسره لازمه مرسته وشي او بیا خپلو کورنيو ته ستانه شي.
د پاکستان حکومت د تېر ميلادي کال په وروستيو کې له دغه هېواده د غيرقانوني افغان کډوالو د جبري ايستنې پرېکړه وکړه چې زرګونه کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنې شوې.
Views: 9
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن