کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د بېپولې ډاکټرانو سازمان وایی، تېرو څلورو میاشتو کې بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې د شري ناروغۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ دی او د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې پیاوړو اقدماتو ته اړتیا ده.
د بېپولې ډاکترانو سازمان (اېماېساېف) په اعلامیه کې راغلي چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې، بېپولې ډاکټرانو د افغانستان په درېیو ولایتونو کې په هغو روغتیایي مرکزونو کې چې د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې دي، د شري په پېښو کې زیاتوالی لیدلی چې ډیری په کې کوچني او تنکي ماشومان اغیزمن شوي دي.
سرچینې لیکلي، افغانستان کې هر کال د شري ناروغۍ پېښې ثبتېږي، خو سږ کال په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې د دې ناروغۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ و.
اعلامیه کې راغلي: «د جنورۍ او اپریل ترمنځ، د اېماېساېف ټیمونو پر شري د اخته شاوخوا ۵۰۰۰ ماشومانو درملنه کړې، د مزارشریف په حوزوي روغتون کې د ۲۷۰۰ ماشومانو درملنه، هرات کې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ۸۳۶ ماشومانو درملنه او هلمند کې د بست په ولایتي روغتون کې د ۱۴۰۶ ماشومانو درملنه شوې، له دې ډلې هرات کې د هرو پنځو ماشومانو څخه څلورو یې له یو کال کم عمر درلود.»
یاد سازمان لیکلي، په ځانګړې توګه ماشومان د دغې ناروغۍ پروړاندې زیانمنونکي دي؛ ځکه افغانستان کې تر نهو میاشتو پورې ماشومان د شري واکسین لومړی دوز نه ترلاسه کوي.
اعلامیه کې زیاته شوې، افغانستان کې د شري ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي لپاره پیاوړو اقداماتو ته اړتیا ده.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان هیله څرګند کړې چې د شري ناروغۍ زیاتوالی پای ته ورسېږي او وړاندیز یې کړی چې په شپږو میاشتو کې باید ماشومانو ته د شري ضد واکسین لومړی دوز ورکړل شي او هر ماشوم باید د یادې ناروغۍ پروړاندې واکسین شي.
په دې اړه مو د عامې روغتیا وزارت سره هم اړېکه وکړه خو تر اوسه مو ځواب نه دی ترلاسه کړی.