ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«له نړۍوالو بندیزونو د افغانستان بانکي سکټور خلاصون بشري حق او د افغانانو غوښتنه ده»

«له نړۍوالو بندیزونو د افغانستان بانکي سکټور خلاصون بشري حق او د افغانانو غوښتنه ده»

author avatar
19 May 2024 - 17:12
«له نړۍوالو بندیزونو د افغانستان بانکي سکټور خلاصون بشري حق او د افغانانو غوښتنه ده»
author avatar
19 May 2024 - 17:12

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک سرپرست وايي چې د نړۍ هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی؛ دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری کړی دی.

د افغانستان بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد بانک سرپرست هدایت‌الله بدري دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې روزماري دیکارلو سره په لیدنه کې کړې دي.

بدري وویل، د نړۍ هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکټور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی، دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری کړی او د دغو بندیزونو له امله له نړۍوالو مالي او بانکي سیسټمونو سره د افغانستان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی دی.

دی وايي چې که څه هم د افغانستان بانک په ډېر ستونزمن حالت کې په بانکي سکټور کې د نقدینګۍ ستونزې په ډېر ښه ډول حل کړې، په دې برخه کې پرمختګ رامنځته شوی او ورځ تر بلې یې وضعیت ښه کېدونکی دی، خو د نړۍوالو بندیزونو شتون د دې لامل کېږي چې نړۍوالې راکړې ورکړې د افغانستان بانک د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو پر خلاف د غیر رسمي چینلونو له لارې ترسره شي.

بدري له نړۍوالو بندیزونو د افغانستان د بانکي سکټور خلاصون بشري حق یاد کړ او دا یې د ټولو افغانانو غوښتنه وبلله.

نوموړي د مالي خدمتونو پراختیا د ارزښت وړ یاده کړه او دې برخه کې یې د نړۍوالو هېوادونو په ځانګړې توګه د مالي او بانکي بنسټونو همکاري مهمه وبلله.

هغه دغه راز وویل، د افغانستان بانک د اسلامي اصولو په رڼا کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او مالي خدمتونو د پراختیا لپاره جامع او قانوني چوکاټ رامنځته کړی څو خلک وکولای شي په اسانه شرایطو سره کوچني پورونه تر لاسه کړي څو کاروبارونه یې وده وکړي.

بدري د خپلو خبرو پر دوام وویل: «کوچني مالي تمویلات د ټولنې په اقتصادي ودې، دندو پیدا کولو او زیات شمېر نورو برخو کې مرسته کوي، موږ هیله لرو چې نړۍوال بنسټونه به دې برخې ته پام وکړي او په دې وسیله به د افغانستان په اقتصادي رغښت او د بشر حقوقو په اداینه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.»

سرچینې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په دې لیدنه کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

نوموړې په اقتصادي وده کې بانکي سکټور د ارزښت وړ یاد او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د مالي شمولیت پراختیا، د کوچنیو پورونو ورکړه، د اسلامي تمویلاتو برخه کې د نړۍوالو هېوادونو له تجربې ګټه اخیستل او د خصوصي سکټور پیاوړتیا ډېر مهم موارد دي چې ګډ کار ته اړتیا لري.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.