ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې د تاریخي او لرغونو اثارو لومړنی موزیم پرانیستل شو

بادغیس کې د تاریخي او لرغونو اثارو لومړنی موزیم پرانیستل شو

author avatar
20 May 2024 - 16:50
بادغیس کې د تاریخي او لرغونو اثارو لومړنی موزیم پرانیستل شو
author avatar
20 May 2024 - 16:50

قلعه‌نو (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۳): د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د لومړني موزیم له پرانیستلو خبر ورکوي او وايي، په دغه موزیم کې ۲۴۰ قلمه تاریخي او لرغوني اثار نندارې ته اېښودل شوي دي.

د بادغیس د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست امر عبدالاول حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه موزیم کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ودانۍ په یوه خونه کې جوړ شوی، ۲۴۰ قلمه تاریخي او لرغوني اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.

د هغه په خبره، په دغه موزیم کې اېښودل شوي اثار شاوخوا پنځه زره کلنه مخینه لري.

هغه وویل، د یاد موزیم د جوړولو لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ دی او زیاته یې کړه: «دا یو پیل دی او په ۱۴۰۳ کال کې زموږ یو پلان د دغه موزیم پرختیا ده.»

نوموړي زیاته کړه، په دغه موزیم کې لرغوني اثار به د سیلانیانو او لیدونکو د جذب په برخه کې اغېزناک تمام شي.

د بادغیس اوسېدونکي د دغه موزیم جوړول ستایي او د هغه د پراختیا غوښتنه کوي.

د قلعه‌نو ښار یو اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: «ډېر خوشحاله یم چې دغه موزیم په بادغیس کې جوړ شوی، خو زموږ غوښتنه دا ده چې دولت موزیم په یوه ځانګړي تعمیر کې جوړ کړي څو هر څوک په اسانۍ د هغه لیدو ته ورشي.»

په همدې حال کې، د دغه ولایت بل اوسېدونکی ګل‌احمد هم د دغه موزیم له جوړېدو هرکلی کوي او وايي: «دولت او مسوول بنسټونه باید د یوه معیاري موزیم جوړولو برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته په جلا ځای کې اقدام وکړي.»

بادغیس د هېواد له هغو ولایتونو دی چې لسګونه تاریخي اثار او ابدې په‌کې موجود دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.