ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه روسي شرکت د افغانستان کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

یوه روسي شرکت د افغانستان کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
23 May 2024 - 15:25
یوه روسي شرکت د افغانستان کانونو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
23 May 2024 - 15:25

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د یوه روسي شرکت رییس د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د افغانستان د کاني سرچینو په ځانګړې توګه د نفت او ګازو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د یوکي‌سیبري په نوم یوه روسي شرکت له رییس یوري پیاټکین سره د دغه وزارت د سرپرست شهاب‌الدین دلاور له لیدنې خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د یوکي‌سیبري شرکت رییس په افغانستان کې سراسري امنیت او ثبات هیله‌بښونکی بللی او د هېواد د کاني سرچینو په ځانګړې توګه د نفت او ګازو برخه کې یې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت په دې کتنه کې ډاډ ورکړی چې د پانګونې برخه کې له دغه شرکت سره هر ډول قانوني همکارۍ ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د روسي، چیني او اوکرایني شرکتونو په ګډون څو نورو بهرنیو شرکتونو هم په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د ځمکې‌پېژندنې د څېړنو له مخې، افغانستان د لاجورد، سروزرو، ډبرو سکرو، وسپنې، مس، بیرايټ ډبرو، نفت، ګاز او نورو کانونو په درلودو سره د تر ټولو غني هېوادونو له ډلې دی.

د افغانستان د کانونو د زېرمو ارزښت تر شاوخوا درې ټریلیونه ډالرو اټکل شوی دی.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.