Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي، د پکتیکا په شخېل‌اباد ولسوالۍ کې د اوبو د یوه بند او د فراه په مرکز کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د پکتیکا په شخېل‌اباد ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه بند جوړولو چارې پیل شوې.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه بند د ګومل سیندیزې فرعي حوزې ادارې تر څارنې لاندې د ۱۲۰ مترو په اوږدوالي، ۵۶ مترو په سور او ۱۰ مترو په لوړوالي په خام ډول جوړېږي چې چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

سرچینې لیکلي، دغه بند به د سل زره مترمکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت ولري.

ورته مهال، د فراه ښاروال مولوي محمدولي ادریس وايي، فراه ښار کې یې نن د دوو سړکونو جوړولو چارې پیل کړې دي.

هغه وویل، د یونیم کیلومتر په اوږدوالي دغه سړکونه د فراه ښاروالۍ په مالي لګښت جوړیږي چې چارې به یې په پنځو میاشتو کې بشپړې شي.

د هغه په خبره، پر یادو سړکونو ۲۸ میلیون افغانۍ لګښت راځي چې دوه اړخیز څراغونه او ګل‌دان هم په‌‌کې شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.