خوستښار (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): خوست کې د خوست اتلان ټرافي په نوم د کرکټ شلاووريزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
مسوولين وايي، په دې سياليو کې د کرکټ د ځايي لوبغاړو ترڅنګ د ملي، نولس کلنو او د افغانستان الف لوبډلو لوبغاړو برخه اخيستې وه.
د دې سياليو يوه تنظيموونکي عبيدالله ولي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرکټ دغه سيالۍ یوه اونې مخکې پيل شوې چې پایلوبه یې پرون مازديګر د جهاد سنګين کلب او کابل اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه.
هغه وویل چې جهاد سنګین کلب لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د نوموړي په خبره، دغه سيالۍ يې د هغو لوبغاړو لوبولو په موخه چې په کورني کرکټ کې فرصت نه ورکول کېږي، ترسره کړې.
نوموړي وويل: «په دې سره به موږ وکولای شو چې خوست کې کرکټ ته وده ورکړو او دغه راز په راتلونکي کې د کرکټ او خلکو ترمنځ نږدېوالی پيدا شي.»
ورته مهال، لوبغاړي وايي چې د دې ډول سياليو جوړول د کرکټ په وده او د ځوانو استعدادونو پېژندلو کې اغېزناکې دي.
د یادو سياليو يوه لوبغاړي محمد تڼيوال پژواک ته وويل، له دوی سره په لوبو کې د هرې کچې لوبغاړي ولوبېدل او د هغوی له تجربو يې ډېر څه زده کړل.
هغه زیاته کړه: «په دې سياليو کې د افغانستان د نولس کلنو او د ملي لوبډلې لوبغاړي ولوبېدل، د ځوانانو لپاره ښه چانس و چې له دوی سره يې لوبې وکړې، څه یې لاس ته راوړل او زده يې کړل.»
د يادو سياليو يوه بل لوبغاړي محمدعجم لکڼوال هم له پژواک سره خبرو کې دغه ډول سیالۍ د کرکټ د پرمختګ او نوو لوبغاړو روزنې برخو کې مهمې يادې کړې.
هغه له سوداګرو او د کرکټ بورډ له مسوولينو غوښتنه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې دا ډول سيالۍ جوړې کړي.
د یادونې ده، د یادو سیالیو لیدو ته هره ورځ د خوست له بېلابېلو سیمو ګڼ خلک ورتلل او د خپلې خوښې لوبډلې یې تشویقولې.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن