کابل (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د پاپوا نیو ګیني په شمال کې د ځمکې ښویېدنې له امله څه باندې ۳۰۰ کسان او له زرو ډېر کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.
رويټرز د ځايي رسنیو له قوله نن (شنبه، د غبرګولي ۵مه) راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون سهار د دغه هېواد د پلازمېنې «پورت مورسبي» له شمالختیځ څخه شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره لرې د «انګا» ولایت په «کایوکالام» کلي کې شوې ده.
د پاپوا نیو ګېني پارلمان استازي ایموس اکم ویلي چې د پېښې له امله یو زرو ۱۸۲ کورونه وران شوي او له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو لاندې شوي دي.
د یاد هېواد چارواکو اعلان کړی چې ښايي د پېښې د قربانیانو شمېر ډېر شي.
د پاپوا نیو ګېني دولتي مسوولینو ویلي چې دفاعي ځواګونه او له طبیعي پېښو سره د مبارزې ټیمونه د پلټنې او ژغورنې پر عملیاتو بوخت دي.
هغوی دغهراز زیاته کړې چې د ځمکې ښویېدو له امله سیمې ته غځېدلې لارې بندې شوې او یوازې د چورلکې په وسیله ورتګ امکان لري.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن