Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنگان کې خلکو په خپل شخصي لګښت یو پُل جوړ کړی

ایبک (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): سمنګان کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د خلکو په څه‌ باندې ۱۲ میلیون افغانیو شخصي لګښت د یوه پُل په جوړېدو سره د تګ راتګ برخه کې د لسګونو کلیو خلکو ستونزه هواره شوې ده.‎

دغه پُل چې ۲۲ متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري، د ایبک ښار په چرمګري کلي کې جوړ شوی او لسګونه کلي د سمنګان ولایت له مرکز ایبک ښار سره نښلوي، خو یو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي چې حکومت او موسسې باید له خلکو سره همکاري وکړي او د دغه پله د استنادي دېوالونو جوړولو پاتې چارې بشپړې کړي.

د دغه پله جوړولو پروژې مسوول ضیالدین پژواک ته وویل چې یاد پُل د سمنګان د خلکو په نږدې ۱۲ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو مالي لګښت جوړ شوی دی.

هغه وویل چې له دې مخکې د چرمګري، اخمزار، ظهرابي، اربابي، شاه‌حسیني، خواجه‌اسماعیل، خواجه‌غار، شلکتو، ایراغلي، شهرقدیم او عرب‌ها کلیو خلک د تګ راتګ برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

هغه زیاته کړه، دغه پل د خلکو د یوه بې‌ساري اقدام په ترڅ کې د مسلکي انجینراتو تر څارنې لاندې د لسو میاشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی دی.

د ایبک ښار د چرمګري کلي اوسېدونکي قاري نصرالدین وویل: «کلونه کېدل چې له ستونزو سره مخ وو، په ځانکړې توګه په ژمي کې به له دغه ځایه د تېرېدو پر مهال ډېر اندېښمن وو، خو د دغه پله په جوړېدو د موټرو د تګ راتګ برخه کې د ستونزو هواري ترڅنګ، له دغه ځایه ښوونځي ته د ماشومانو د تلو راتلو برخه کې هم زموږ اندېښنه حل شوې ده.»

هغه زیاته کړه، حکومت باید د ځايي خلکو ترڅنګ ودریږي او د استنادي دېوالونو جوړولو پاتې کارونه بشپړ کړي، څو د سېلاب راتلو پر مهال دغه پله ته څېرمه کورونو ته زیان وانه‌وړي.‎

بلخوا، د ایبک ښاروالۍ مرستیال قاري خلیل‌الرحمن رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، د ایبک د ښاروالۍ ریاست د ځايي اوسېدونکو دغه اقدام ستايي او ژمنه کوي چې دغه ریاست به په هر ډول شرایطو کې تل له خلکو سره همکاره وي او دوی به یوازې پرې نه‌ږدي.

رحماني زیاته کړه، حکومت په یوازې توګه له ولسي ملاتړ پرته نه‌شي کولای د رغولو برخه کې کوم کار وکړي او له نورو خلکو یې غوښتل چې د چرمګري د اوسېدونکو په شان د حکومت ترڅنګ ودریږي او د هېواد په ابادولو کې برخه واخلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.