فراه ښار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): ځايي مسوولین وايي، ناپېژانده وسلهوالو د فراه ولایت په ګلستان ولسوالۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژلي دي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي عبدالحی سباوون پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې ناپېژاندو وسلهوالو د ګلستان ولسوالۍ په فیضاباد کلي کې د یوه ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ درې کسان په ډزو وژلي دي.
هغه زیاته کړه چې په وژل شوو کسانو کې زوی، پلار او مور شامل دي.
هغه وویل، امنیتي ځواکونو د یادې پېښې په تړاو پنځه مشکوک کسان هم نیولي دي.
د نوموړي په وینا، هڅې روانې دي څو د یادې پېښې اصلي لامل او عاملین پيدا شي.
Views: 12
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن