ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د صبریو ولسوالۍ روغتیايي مرکز ځینې برخې له فعالېدو مخکې تخریب شوې دي

خلک: د صبریو ولسوالۍ روغتیايي مرکز ځینې برخې له فعالېدو مخکې تخریب شوې دي

author avatar
29 May 2024 - 13:44
خلک: د صبریو ولسوالۍ روغتیايي مرکز ځینې برخې له فعالېدو مخکې تخریب شوې دي
author avatar
29 May 2024 - 13:44

خوست‌ښار (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د خوست د یعقوبیو صبریو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې کلونه مخکې د یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانې جوړه شوې ده خو مخکې له دې چې روغتیايي خدمات په کې پیل شي، ځینې برخې یې نړېدلې دي.

د معلوماتو له مخې د دغه روغتون ودانۍ شاوخوا اووه کاله مخکې د يادې ولسوالۍ د خلبيسات په ښارګوټي کې د ۶۵ ميليون افغانيو په لګښت جوړه شوې.

روغتيايي مسوولين وايي، په پام کې وه چې د درېيو نورو ولسواليو باک، ځاځي ميدان او د تريزيو ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دغه روغتون له خدماتو برخمن شي خو اوس په کې يوازې د يوې ولسوالۍ يعقوبيو صبريو اوسېدونکو لپاره لومړني روغتيايي خدمات وړاندې کېږي او نور غير فعال دی.

د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ګل پژواک خبري اژانس ته وويل، دا څو کاله پرله‌پسې له دوی سره د ياد روغتون د فعالېدو ژمنه کېږي خو تر اوسه نه دی فعال شوی.

هغه وايي: «دا تعمير اوس ړنګ بنګ پروت دی، خراب شوی دی. دا تعمير دې موږ ته جوړ شي او دارو درمل دې هم پرېمانه راوړي چې موږ د خوست ښار ته له مزل خلاص شو؛ ځکه دومره کرايه نه لرو چې ښار ته لاړ شو.»

د يادې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي رحيم‌الدين پژواک ته وويل چې په اوسني حالت کې د دغه ۳۰ بستريز روغتون فعالېدل ډېر مهم دي؛ ځکه د هغه په وينا، د خلکو اقتصادي حالت کمزوری دی او نه شي کولی خپل ناروغان ښار ته ولېږدوي.

دی زياتوي: «دا کلينيک په تېر حکومت کې جوړ شوی، اوس بېرته ړنګ شوی، نه ډاکټر په کې شته، نه روغه دوايي په کې شته، اقتصاد کمزوری دی، له دې ځايه چې اوس بازار ته مريض وړو په لار کې له ډېرو مشکلاتو سره مخ کېږو.»

په همدې حال کې د ياد ۳۰ بستريز روغتون ودانۍ په يوه څنډه کې د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره د لومړنيو روغتيايي خدماتو کارکوونکي هم وايي چې د ياد روغتون ودانۍ ډېرې برخې تخريب شوې دي.

يوه روغتيايي کارکوونکي ډاکټر ناصر په دې اړه وايي: «دا شفاخانه پنځه يا شپږ کاله کېږي چې جوړه شوې خو غيرفعاله ده او تاسې يې وينی چې چتونه يې څڅېږي او خلک ډېر له ګڼو ستونزو سره مخ دي، له دولت څخه هيله لرو چې په دغه برخه کې همکاري وکړي.»

ورته مهال، د دغه ولایت د عامې روغتیا رياست مسوولين هم ياده ستونزه مني.

د خوست عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسوول نقیب‌الله معصوم پژواک ته وويل: «واقعاً ياد روغتون له تخريب سره مخ دی، د خوست عامې روغتيا رياست په دې اړه د عامې روغتيا له وزارت سره ستونزه شريکه کړې او ټولې چارې يې سرته رسېدلي دي، ان‌شاءالله تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې به د دغه روغتون تشکيلات او هم د ترميماتو برخه کې کافي کار وشي.»

د معلوماتو له مخې، د يعقوبيو صبريو ولسوالۍ د ۳۰ بستريز روغتون ترڅنګ، لس نور کلينيکونه هم چې د خوست په نورو بېلابېلو سيمو کې کلونه مخکې جوړ شوي، غير فعال دي.

Views: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.