Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې لغمان کې د ابو رسولو یوې شبکې جوړېدو ترڅنګ میدان‌وردګو کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پیل او سمنګان کې د یوه چک‌ډیم چارې بشپړې شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د میدان‌وردګو په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې له ولایتي مسوولینو او سیندیزې حوزې سره په همغږۍ د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د خلکو او پانګوالو په شخصي لګښت د «د طبیعت پیوستون د اوبو بند» تر عنوان لاندې د بند جوړولو چارې پیل شوې.

سرچینې زیاته کړې، یاد بند د ۱۲ مترو په لوړوالي او ۲۰۰ مترو په اوږدوالي سره جوړېږي.

سرچینه زیاتوي، دغه بند د دوه میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا ولري او د تفریحي چاپېریال په لرلو به ډېرو کورنیو ته د څښاک اوبه چمتو او کرنیزې ځمکې به هم خړوبه کړي.

یاد وزارت دغه راز ویلي چې د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې د نوآباد زیګولک چک‌ډیم جوړولو چارې د درې میلیون افغانیو په لګښټ بشپړې شوې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د اوبو او برېښنا وزارت په مالي لګښت د شمال سیندیزې عمومي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوې چې په کې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او اوسمهال په کې پریمانه اوبه زېرمه شوې دي.

د افغانستان د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په ګنداب کلي کې د څه باندې ۹،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړ شوه.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د اوبو دغه شبکه د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته جوړه شوې ده.

خبرپاڼه کاږي، دغه شبکه کې د ۴۰ متر مکعب اوبو په وړتیا د یوې کانکریټي ذخیرې جوړول، کور په کور د ۱۳۰ شیردهنونو نښلول، د ۳۳ سولر تختو نښلول او د ۴۵۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د دې شبکې د کار په لړ کې لسګونه کسانوته د کار زمینه برابره شوې وه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغې شبکې په بشپړېدو سره د ګنداب کلي ۳۷۰ کورنیو او د یو جومات لمونځ کوونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.