بامیان (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د بامیان ځايي مسوولین وايي، د بامیان – بغلان لویه لار چې د سېلابونو راوتلو له امله تړل شوې وه، له دوو اونیو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه.
د بامیان د ټولګټو رییس انجنیر حفیظالله نعمتي پژواک خبري اژانس ته وویل، د بامیان – بغلان لویه لار چې د سېلابونو راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، له دوو اونیو وروسته بېرته پرانیستل شوه.
هغه زیاته کړه، دغه لاره شاوخوا دوې اونۍ مخکې د بامیان د شیبر ولسوالۍ په باغک سیمه کې قسماً ویجاړه شوې وه چې اوس بېرته جوړه او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.
هغه څرګنده کړه، دغه لویه لار چې د هېواد شمال له پلازمېنې سره نښلوي، په ژمي کې د سالنګ بدیل لاره ده او د ورځې لسګونه لوی او کوچني موټر پرې تګ راتګ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP