ترینکوټ (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د یوه کس د قتل په تور درې کسان نیول شوي دي.
د اروزګان امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره یکشنبې د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار لومړۍ ناحیه کې د امانالله په نوم یو کس په ډزو وژل شوی و چې په تور یې پرون درې کسان نیولي دي.
هغه زیاته کړه، د دوی د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې پنځه کسان لاس لري چې د پاتې دوو نورو د نیولو هڅې هم پیل شوې دي.
د امین په خبره، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې او وايي چې مقتول کلونه مخکې د مقابل لوري د کورنۍ غړي وژلي وو.
سرچینه وايي چې د نیول شوو کسانو له ډلې د محمداکبر په نوم یوه کس پر خپل جرم اعتراف کړی، ویلي یې دي، امانالله کلونه مخکې د ده پلار او د تره زوی وژلي وو او دوی یې اوس غچ واخیست.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP