ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته سفر کوي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته سفر کوي

author avatar
8 Jun 2024 - 12:00
د امریکا بهرنیو چارو وزیر راتلونکې اونۍ منځني ختیځ ته سفر کوي
author avatar
8 Jun 2024 - 12:00

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د راپورونو پر بنسټ، د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند طرحې عملي کېدو په تړاو د خبرو اترو په موخه ‎منځني ختیځ ته سفر کوي.

رویټرز پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني‌بلېنکن به د دغه سفر په ترڅ کې د اسراییلو، مصر، اردن او قطر له چارواکو سره لیده کاته ولري.‎

په راپور کې راغلي، بلېنکن به د خپل سفر پر مهال په دې اړه هم خبرې وکړي چې د اوربند څه ډول وړاندیز به د اسراییلو او فلسطینیانو په ګټه وي.‎

دغه امريکايي چارواکی داسې مهال منځني ختيځ ته سفر کوي چې د امريکا ولسمشر جو بايډن د غبرګولي په ۱۱مه ‎په غزه کې د اوربند یوه طرحه وړاندې کړه او ويې ويل، له غزې تړانګې د اسرایيلي ځواکونو وتل او د بندیانو خوشي کول د دې طرحې د تطبیق لومړی پړاو دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د امریکا د ولسمشر د دغه طرحې هرکلی کړی دی.

د یادولو ده چې په غزه کې د حماس او اسراییلي ځواکونو ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷مه پیل او لا هم روانه ده.

د نړۍوالو رسنيو د راپورونو له مخې، پر غزې د اسراييلو د بريدونو له پيله تر اوسه نږدې ۳۷ زره فلسطينيان وژل شوي او څه باندې ۸۱ زره نور ټپيان شوي دي.

په دغو نښتو کې تر اوسه دوه زره اسراییلیان هم وژل شوي او تر پنځه زره نور ټپیان شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.