ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران د اسنادو او ځمکو ثبت سازمان: دغه هېواد کې ۵۰ سلنه بهرني شرکتونه د افغانانو دي

د ایران د اسنادو او ځمکو ثبت سازمان: دغه هېواد کې ۵۰ سلنه بهرني شرکتونه د افغانانو دي

author avatar
9 Jun 2024 - 10:40
د ایران د اسنادو او ځمکو ثبت سازمان: دغه هېواد کې ۵۰ سلنه بهرني شرکتونه د افغانانو دي
author avatar
9 Jun 2024 - 10:40

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د ایران د اسنادو او ځمکو ثبت سازمان وایي چې دغه هېواد کې ۵۰ سلنه ثبت شوي بهرني شرکتونه د افغانانو دي.

د تسنیم خبري اژانس په نوم یوې ایراني رسنۍ پرون په یوه راپور کې د ایران د اسنادو او ځمکو د ثبت سازمان د ویاند صفدر کشاورز له قوله لیکلي چې په دغه هېواد کې ۵۰ سلنه ثبت شوي شرکتونه د افغانستان د خلکو دي.

کشاورز ویلي، په دغه هېواد کې ۲۵ سلنه شرکتونه د عراقیانو او ۲۵ سلنه نور بیا د کویټ، پاکستان، چین، سعودي عربستان، بحرین، هند او د ترکیې په اوسېدونکو پورې اړه لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ۱۳۸۱ کال کې د بهرنۍ پانګونې د ملاتړ او هڅونې قانون له تصویب راهیسې تر اوسه په ایران کې ټولټال ۸۲۴۱ بهرني شرکتونه ثبت شوي دي.

ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده جواد نن پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو څلورو لسیزو راهیسې ایران د زرګونه افغانانو کوربه دی او له شک پرته افغانان په هغه هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ خاوندان شوي دي.

هغه وویل، په داسې حال کې چې زیات شمېر پانګوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو لاهم راپورونه وایي چې په ایران کې د افغانانو پانګونه میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

نوموړي په ایران کې افغان پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هغوی ملاتړ کوي او په ایران کې افغان سفارت او نورې اتشې تل د هغوی په خدمت کې دي.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.