کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني چې پر مهال یې له دواړو لورو یوولس کسان وژل شوي، د مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
د کابل والي ملا امینالله عبید په پغمان ولسوالۍ کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې له قومي مشرانو او دیني علماوو وغوښتل چې دغه ډول دښمنۍ دې پراخېدو ته نه پرېږدي او په خپل منځګړیتوب دې په دوستۍ بدلې کړي.
ورته مهال، د پغمان ولسوال حمدالله خالد حیدر وویل، د داسې کورنیو ترمنځ یې روغه کړې چې شل کاله یې په دښمنۍ کې تېر شوي دي.
هغه وویل، شپه او ورځ هڅه کوي چې دغه ډول خپلمنځي شخړې او دښمنۍ خلاصې کړي.
په همدې حال کې، د محمد داوود په نوم یوه کس چې د رسول له کورنۍ سره یې دښمني لرله وویل، د دښمنۍ یې ۲۲ کاله کېږي او خوښ دی چې نن یې د ځايي دولتي مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړتوب روغه وشوه.
دغه راز رسول وویل، د دښمنۍ په کلونو کې د دواړو کورنیو یوولس کسان وژل شوي او زیاتوي خوښ دی چې له دې وروسته به د ورورولۍ په فضا کې ارام ژوند ولري.
د پغمان ولسوال دغه راز وویل چې له دې مخکې یې هم په دې ولسوالي کې دغه ډول دښمنۍ حل و فصل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP