Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عدلیې وزارت سره ثبت خیریه بنسټونو بغلان او تخار کې له سېلاب‌ځپلو سره ۵۶ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۳): عدلیې وزارت وايي، له دغه وزارت سره ثبت شوو خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سېلاب‌ځپلو سره ۵۶ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.

د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي پر اېکس‌پاڼه یوه پیغام کې لیکلي چې دغو بنسټونو په یادو ولایتونو کې له سېلاب‌ځپلو سره ۵۶ میلیون ۱۳۲ زره او ۸۲ افغانۍ مرسته کړې ده.

هغه څرګنده کړې چې تر دې مخکې عدلیې وزارت له ثبت شوو ټولنو او مرستندیو بنسټونو غوښتي وو څو تخار او بغلان ولایتونو کې له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وکړي.

له دې مخکې د خوړو نړۍوال پروګرام هم ویلي وو چې افغانستان کې یې له نږدې ۲۰زره سېلاب‌ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.