میدانښار (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د بهسودو لومړۍ حصه ولسوالۍ کې یوه ماشوم د سړې هوا له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه خبر د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ورکړی دی.
سرچینه لیکي چې د یکشنبې په ماښام د بهسودو لومړۍ حصې ولسوالۍ لتهبند سیمه کې یو ماشوم نادرکه شوی و.
خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د دغه ماشوم جسد د خلکو په همکارۍ موندل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، د ولسوالۍ د بررسۍ ډلې د پلټنو پایله کې څرګنده شوې چې دغه ماشوم د يخنۍ له امله مړ شوی دی.
Views: 13
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن