ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 ایټالیا کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوی او ۶۴ نور لادرکه دي

 ایټالیا کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوی او ۶۴ نور لادرکه دي

author avatar
18 Jun 2024 - 13:43
 ایټالیا کې د دوو کښتیو ډوبېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوی او ۶۴ نور لادرکه دي
author avatar
18 Jun 2024 - 13:43

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۳): رسنیو راپور ورکړی چې د ایټالیا په سويلي سواحلو کې د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې ۱۱ کسان مړه، ۵۱ ژغورل شوي او ۶۴ نور لادرکه دي.

الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون رامنځته شوې او په خبره یې چې د تلفاتو د زیاتېدو احتمال شته.

په راپور کې راغلي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې لومړۍ کښتۍ کې سپاره کسان د سوریې، مصر، پاکستان او بنګله‌دیش هېوادونو اړوند دي.

راپور کې د ملګرو ملتونو په حواله راغلي، دویمه کښتۍ د ایټالیا په ختیځ کې چې له ترکیې را روانه وه د اور لګېدنې له امله سمندر کې ډوبه شوې چې له امله یې ۶۴ کسان لادرکه دي.

د ملګرو ملتونو ادارې ویلي چې په دویمه کښتۍ کې د افغانستان، ایران، سوریې او عراق هېوادونو اړوند کسان دي.

سرچینې د کډوالۍ نړۍوال سازمان له قوله ویلي چې په تېره لسیزه کې له ۲۷ زرو ډېر کسان د مدیترانې په سمندر کې مړه شوي دي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.